ایکنانیوز د اسلامی مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې دعمومی اړیکو د څانګې له قوله راپور راکوي، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر سید عباس عراقچيپرون سه شنبې ورځې د اسلامی وحدت دنهه دیرشم نړیوال کنفرانس له میلمنو سره د خارجه وزارت د مسئولانو د همفکرئ په ناستې کې ووئيل؛ ډیر خوښ یم چې ستاسو په ټول کې راته د ګډون فرصت راکړل شو او د اسلامی مذهبنو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې له عمومی منشي حجةالاسلام حیمد شهریاري څخه ددغې غونډې د ترسره کولو او بلنې په خاطر ډیره مننه کوم. په دغې ټولنې کې شتون د ما لپاره یو لوي ویاړ دی .
هغه د اسلام د ګران پیغمبر(ص) د نیکمرغه میلاد رارسیدا ته په اشارې سره ووئيل.دغه نوراني شپې ورځې داسلامی نړۍ د وحدت او د هغو ګواښونو د ارزونې په باب دخبرواترو لپاره یو ارزښتمن فرصت دی چې د اسلامی امت په ضد موجود دي . د وحدت اونئ په دغې مهمې موضوع د غور لپاره تر ټولو ښه فرصت او زمینه ده .
د ایران خارجه وزیر ووئيل؛ د پیغمبر اعظم(ص) نیکمرغه میلاد یوه خاصه ځانګړنه لري، ځکه چې دهغه بزرګوار د ولایدت له یو زر پنځه سوم کلیزې سره برابره ده. په اسلامی نړۍ کې دغه پيښه دتیرو کلونو په نسبت په لا ولولې او پرتم سره د جشنونو دترسره کولو زمینه جوړونکې شوې ده. په همدې دلیل مونږ د اسلامی ملګرتیا موسیسې د خارجه وزیرانو په ترټولو وروستۍ ناستې کې وړاندیز کړی چې سږکال دې د ؛وحدت کال ؛ ونومول شي او هغو د ترسره کولو لپاره دې ځانګړي ترتیبات په نظر کې ونیول شي چې دا وړاندیز د ټولو د توجه وړ وګرځید.
عراقچي د اسلامی وحدت په ضرورت په ټينګار سره روښانه کړه ، د اسلامی نړۍ وحدت او یووالی نه یوازې کوم مستحب اقدام یا مثبت آرمان دی چې نن سبا یو شرعي واجب او پریکنده ضرورت هم دی . د اسلامی نړۍ اوسني شرائط ایجابوي چې وحدت او یووالی نه یوازې یوه دنده،بلکې باید یو انتخاب ئې وګڼو.
هغه په دوام کې ووئيل، د کابو یو نیم میلیارډ مسلمانانو امت که متحد شي، نو ډیر لوي فرصتونه فعالولی شي او د اسلامی نړۍ له ودې ،پرمختګ او لوړتیا سره ډيره مرسته کولی شي.
هغه زیاته کړه ، په داسې حال کې د حضرت رسول اکرم(ص) نیکمرغه میلاد جشن لمانځو او سره غونډیږو، چې باید هیره نه کړو، په فلسطین په تیره بیا په غزې کې زمونږ خوئيندې وروڼه هره ورځ د ښکاره نسل وژنې له جنایت سره لاس او ګریوان دي او له لوږې اوتندې خپل ژوند له لاسه ورکوي، صهیونیسټي رژيم د وسلې په توګه له لوږې څخه پّ استفادې سره بې دفاع او مظلوم خلک تر دباؤ لاندې رواستي دي چې باید اسلامی امت په دې خاطر خپله دنده او شرعي واجب وپيژني او له خپلو مسلمانو خوئيندو او وروڼو سره مرستې ته ودانګي او د هغوي چغې ته غوږ واچوي.
https://iqna.ir/fa/news/4304208